پولیسو ۱۰ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په کابل، هرات، ننګرهار او فراه ولایتونو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې د دوه ښځو په ګډون ۱۰ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.
له دې منځه درې تنه د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګره، درې تنه د جلال اباد ښار له پنځمې او نهمې ناحیو، د دوه ښځو په ګډون درې تنه نور له هرات او یو کس د فراه ولایت له اړوند سیمو نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو ۴۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي د چرسو او هیرویینو له ډوله د پولیسو لاسته ورغلي دي.