پولیسو یو کس د ۱۶ پسونو د غلا په تړاو نیولی.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۳ - ۹:۴۴
ق

تېره ورځ د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو یو کس د ۱۶ رأسو پسونو د غلا په تړاو نیولی دی.
یاد کس جان محمد نومېږي او درې ورځې دمخه یې د پغمان ولسوالۍ په چینو غندي کلي کې ۱۶ پسونه غلا کړي وو او بیا له سیمې تښتېدلی و، چې د پولیسو تر څار لاندې و او تېره ورځ ونیول شو.