پولیسو په کابل، کندهار او فاریاب کې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی کړی
پولیسو د کابل، کندهار او فاریاب ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو د کابل ښار د پنځمې حوزې په فاضلبېک سیمه او همدارنګه د نهمې حوزې په څلورم مکروریان سیمه کې دوه کړۍ ماینونه؛ د کندهار ښار په څوارلسمه حوزه کې یو کړۍ ماین او همدارنګه د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې هم یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړي وو.
د سړک غاړۍ ماینونو ځای پر ځای کول، د ځانمرګو بریدونو ترسراوی او همداراز هدفي وژنې د ترهګرو طالبانو معمول او متداول کار دی، چې له دې چارو څخه یې یوازینۍ موخه افغان وژنه ده.