پولیسو په تورخم ښارګوټي کې ۲۰ تنه د باج اخیستنې او کمېشن کارۍ په تړاو ونیول 

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۱۴:۱۷
7

د کشف او د جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست منسوبینو د ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټي کې څو کشفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ګمرک د موظفینو او کمېشن کارانو په ګډون ۲۰ تنه د مالي فساد او له سوداګریزو محمولو د باج اخیستنې په تړاو نیولي او له دې کسانو څخه یو اندازه پیسې هم ترلاسه شوې دي.
د دې کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.