پولیسو له شپږو ماین چاودنو مخنیوی کړی

پولیسو په زابل، هلمند، کندهار او فاریاب ولایتونو کې د ترهګرو طالبانو له شپږو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
له دې منځه پولیسو د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې درې کړۍ ماینونه، د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې یو کړۍ ماین، د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې هم یو کړۍ ماین او همداراز د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ یو کړۍ ماین کشف او له منځه وړي دي.
ترهګرو دا ماینونه د یادو سیمو د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړي وو.