پولیسو له درېیو ماین چاودنو مخنیوی کړی.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۱ - ۱۰:۱۰
j

د خوست او پروان ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو له درېیو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ او د دویمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو او د پروان ولایت د مرکز په سنجد درې سیمه کې درې کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د یادو ولایتونو د امنیه قومندانیو د انجینیرۍ ډلې لخوا شنډ شول.