پولیسو د وروستیو سېلابونو ګڼ شمېر سېلاب ځپلې کورنۍ وژغورلې.

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۸ - ۱۸:۵۲
11

 هېواد کې د وروستیو سېلابونو او توپانونو له امله ګڼ شمېر کورونه، هټۍ، عامه ودانۍ او استوګنیزې ځمکې زیانمنې شوي دي.
 پولیسو په کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، سرپل او پروان ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو او توپانونو ګڼ شمېر سېلاب ځپلې کورنۍ ژغورلې دي. ژغورل شوې کورنۍ امن ځایونو ته لېږدول شوي او د اړتیا وړ خوراکي توکي پرې وېشل شوي دي.
 د سېلابونو له امله د کابل – بلخ لویه لار هم د خلم ولسوالۍ په اړوند سیمو کې بنده شوې وه، چې د ملي پولیسو د هڅو په ترڅ کې بېرته د خلکو د تګ راتګ پر مخ خلاصه شوې ده.