پولیسو د نشه يي توکو درې پلورونکي نیولي.

د فاریاب او هرات ولایتونو د امنیه قومندانیو له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو درې تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
پولیسو یاد کسان د فاریاب د مرکز اړوند میمنې ښار له لومړۍ ناحیې او "بلوچ خانې" سیمو او د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ له "رباط ترک ها" کلي نیولي دي.
له دي کسانو څخه یو شمېر نشه يي توکي د هیرویینو، شیشه او امفیتامینو له ډوله هم ضبط شوي دي.