پولیسو د دوو چاودنو مخه نیولې.

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۳۱ - ۱۴:۴۲
10

تېره ورځ د میدان وردګو ولایت د جلرېز ولسوالۍ په اړوند سیمو کې له یوې چاودنې مخنیوی وشو.
ترهګرو طالبانو د جلرېز په اړوند سیمو کې د سړک غاړې ماین خښ کړی و، چې موخې ته له رسېدو مخکې د ملي پولیسو له خوا کشف او شنډ شو.
دا پداسې حال کې ده، چې تر دې یوه اوونۍ دمخه هم ترهګرو په دې سیمه کې ماین ځای پر ځای کړی و، چې د پولیسو له خوا کشف او شنډ شو.
همداراز د پکتیا ولایت پر لویه لار هم ترهګرو یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ د منسوبینو له خوا کشف او شنډ شو.