پولیسو د دوه قاچاقبرانو د نیولو سربېره ۱۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۱ - ۱۳:۳۰
د

له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د ۱۷ ناحیې په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه تنه له درې کیلوګرامه هیرویینو، یو شمېر پیسو او درې سیټه موبایلونو سره یو ځای نیولي دي.
همداراز همدې ځواکونو د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې هم عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې ۱۱ کیلو ګرامه تریاک له یو میل کلاشینکوف سره یو ځای نیولي دي.