پولیسو بغلان کې دوه کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړل

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۳۰ - ۱۰:۰
یب

د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د مرکز له اړوند خماري خېلو سیمې دوه کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
ترهګرو یاد ماینونه د ملکي خلکو او نظامي ځواکونو د نښه کولو په هدف ځای پر ځای کړي وو، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شول.