په ۹ ولایتونو کې؛ پولیسو شاوخوا ۷۷۳۶ جریبه د کوکنارو کروندې اړولي او ۷ تنه یې نیولي دي

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۹ - ۱۳:۵۱
tgyh

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د تخار ولایت په مرکز او شپاړسو ولسوالیو کې ۷۵۰۰ جریبه کوکنار اړولي دي. دې ته ورته، ۲۱۵ جریبه د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ، ۱۷ جریبه په کاپيسا، څلور جریبه په کابل او شاوخوا یو جریب د پکتیا ولایت په دیله ولسوالسۍ کې اړول شوي دي.
همداراز، یادو پولیسو د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو  درې تنه په هرات، دوه کسه په پروان او دوه تنه په کابل او نیمروز ولایتونو کې نیولي دي. په همدې وخت کې دوه زره او ۹۰۰ کیلو د اومان بوټي يه غور کې ترلاسه او سوځول شوي دي.