په ۶ ولایتونو کې؛ د نشه یي توکو یوه کارخونه له منځه وړل شوې؛ ۱۴ تنه د نشه یي توکو د استعمال او خرڅلاو په تړاو نیول شوي

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د نشه یي توکو یوه کارخونه په غور ولایت کې له منځه وړې او یو تن یې نیولی. دغه راز ۲۸۰۰ کیلو ګرامه نشه یي توکي د ارزګان ولایت په ګیزاب ولسوالی کې کشف او له منځه وړل شوي دي.
همداراز، ۶ تنه د نشه یي توکو د استعمال په تړاو په تخار کې، دوه تنه په فراه، ۳ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په غور ولایت، یو تن په کاپیسا او یو بل تن په سمنګان ولایت کې د پولیسو له لوري نیول شوي.