په ۵ ولایتونو کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو ۱۹ تنه ونیول شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۱۴
asdfasdf

د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په څو جلا عملیاتو کې، په ۵ ولایتونو کې د غلا، د لرګیو د قاچاق او انساني قاچاق په تړاو ۱۹ تنه نیولي دي.

له نیول شوو کسانو څخه، ۸ تنه د کونړ ولایت د پېچ‌درې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د شپږ عراده موټرو په وسیله د لرګیو د قاچاق په تړاو، ۴ تنه د نیمروز ولایت په مربوطاتو کې د څلورو عراده موټرسایکلونو په وسیله د انساني قاچاق په تړاو، ۴ تنه د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې د یوه عراده موټرسایکل او یو شمېر چاقوګانو د غلا په تړاو، ۲ تنه د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نغدو پیسو او سرو زرو د غلا په تړاو او یو تن د هرات ولایت په مربوطاتو کې د دوو عراده موټرو د غلا په تړاو نیول شوي دي.