په ۱۱ ولایتونو کې د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۵۰ تنه نیول شوي

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۵۱
شسشس

د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې، په خوست، کاپیسا، جوزجان، بلخ، اروزګان، کندوز، بدخشان، لغمان، پروان او نیمروز ولایتونوکې ۵۰ تنه د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.

د نیول شویو کسانو څخه ۶ کیلوګرامه تریاک، ۹ کیلوګرامه چرس، لسګونه نشه‌یي ټابلیټونه، یو اندازه شیشه او الکولي مشروبات هم ترلاسه شوي دي.