په څلورو ولایتونو کې د لسګونو کیلوګرامه نشه‌يي توکو، له لس زرو ډېر نشه‌يي ټابلیټونو او په نشه‌يي توکو کې د کاریدونکو ۲۳ ټنه موادو کشف او ضبط

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۱۴:۴۴
asdfsa

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د جلا جلا اقداماتو په پایله کې، په اروزګان ولایت کې د نشه‌يي توکو د تولید یوه فابریکه او ۴۸ کیلوګرامه شیشه، په کندهار او کابل ولایتونو کې ۱۱ زره نشه‌يي ټابلیټونه او په هلمند او غزني ولایتونو کې په نشه‌يي توکو کې کارېدونکي څه باندې ۲۳ زره کیلوګرامه لومړني مواد، له سلګونو لیټرو تېزابو سره، کشف او ضبط کړي دي.