په ټولو سفارتونو کې باید؛ د افغانانو پت ته پاملرنه او د بډې اخیستونکو کلکه مخه ونیول شي.

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۷/۹/۲۶ - ۱۸:۱۷
0031

دا ټکي د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین، ستر پاسوال اختر محمد ابراهيمي د پاکستان په سفارت کې؛ افغانانو ته د ویزې ورکولو جنجالي پروسې د اسانتیا په موخه جوړه شوې غونډه کې وکړې.

ښاغلي ابراهیمي وویل:"د ولسمشر او وسله وال پوځ اعلی سرقومندان له لارښوونو سره سم، د پاکستان سفارت اړوند د پولیسو شپږم ټولي، ټول پرسونل سر له نننه منفق او پر ځای یې نوي پاک نفسه کسان ټاکل کیږي؛ تر څو د پاکستان ویزې اخیستلو په برخه کې افغانانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي."

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین زیاته کړه، موږ ته تر هرڅه دمخه د خپلو افغانانو عزت، عفت او آبرو مهمه ده او هیچاته دا اجازه نه ورکوو، چې د افغانانو په عزت او آبرو لوبې وکړي، دا چې د پاکستان ویزې اخیستلو په وخت کې افغان ځورول کېږي او په ډول، ډول نومونو ترېنه پیسې اخیستل کېږي؛ دا موږ ته په هيڅ صورت د منلو وړ نه ده او په دې برخه کې به خپلې جدي پاملرنې او کارنده ګامونه پورته کړو.

دغه راز ښاغلي ابراهیمي، د استخباراتو او جنايي جرمونو سره د مبارزې ریاست مسوولینو ته کلکه سپارښتنه وکړه، چې د پاکستان سفارت مخې ته دې د ټولو هټیو مالکین تشخیص او کمېشن کاران دې ونیسي څو د قانون منګلو ته یې وسپارو.