په هلمند کې د ۲۲۰ لیټره شرابو د قاچاق مخه ونیول شوه او د نشه‌يي توکو دوه کارخونې کشف او له منځه یووړل شوې

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۹:۲۸
شسیشس

د هلمند ولایت امنیه قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د دې ولایت د بغني او موسی‌قلا ولسوالیو په اړوندو سیمو کې د نشه‌يي توکو د تولید دوه کارخونې کشف او له ۲ زره او ۸۸۰ کیلوګرامه ومانو، ۴۰۸ کیلوګرامه سوډا او یو شمېر نورو توکو سره یوځای سوځولې دي. بلخوا، یو تن د لښکرګاه ښار د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د ۲۲۰ لیټره الکولي مشروباتو د قاچاق پر مهال نیول شوی چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.