په هرات کې اته غلا شوي موبایلونه کشف او خپلو مالکانو ته وسپارل شول
د هرات ولایت امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د الکترونیکي جرمونو د کشف آمریت، اته غلا شوي ځيرک موبایلونه کشف او خپلو اصلي مالکانو ته وسپارل.
د الکترونیکي جرمونو د کشف آمر حافظ محمد نسیم صارم وایي، دغه موبایلونه د یاد آمریت د کشفي اقداماتو او څېړنو په ترڅ کې پېژندل شوي او خپلو مالکانو ته بېرته سپارل شوي دي.
نوموړي ټینګار کړی چې کشفي او امنیتي منسوبین د امنیت د تأمین، د غلاوو د مخنیوي او د هېوادوالو د شکایتونو د څېړنې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او له عاملینو سره به د قوانینو له مخې چلند وشي.