په هرات ولایت کې، د ۵۸۰ زره ډالرو د قاچاق مخه ونیول شوه
د اسلام قلعې سرحدي شرطې منسوبینو، یو تن هغه وخت د اسلام قلعې په بندر کې د ۵۸۰ زره امریکایي ډالرو سره ونیولو چې، غوښتل یې، یادې پیسې ایران هېواد ته ولېږدوي.
یادې نیول شوې پیسې د سرحدي شرطې له لوري ضبط شوي او نیول شوی کس به له لومړنیو څېړنو وروسته اړونده عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.