په ننګرهار کې د څه باندې څلور زره نشهيي ګولیو د قاچاق او پلور په تړاو څلور تنه ونیول شول
د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې ځواکونو په یوه کشفي اقدام کې د دې ولایت د بټيکوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۴۲۰۰ دانې نشهيي ګولۍ کشف او ضبط کړې دي.
د دغې پېښې په تړاو څلور تنه هم نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.