په شپږو ولایتونو کې؛ ۱۸ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي

امنیتي ځواکونو د هیواد په شپږو ولایتونو کې ۱۸ تنه د غلا، وژنې، قاچاق او د الوتونکو د ناقانونه ښکار په تړاو نیولي دي.
له ډلې يې، اوه تنه په نیمروز، ځلور تنه په هرات، دوه تنه په لغمان، دوه تنه په بلخ، دوه تنه په خوست او یو بل تن د بغلان ولایت اړوند ساحه کې نیول شوی.