په سویلي سالنګ کې د برښنا ستنې د چاودنې په تور دوه تنه ونیول شول.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۷/۲۰ - ۱۰:۱۶
ت

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د سویلي سالنګ ولسوالۍ له اړوند سیمو دوه تنه د برښنا ستنې د چاودنې په تور نیولي دي.
ترهګرو په سویلي سالنګ کې درې ورځې دمخه د برښنا ستنې ته چاودنه ورکړه چې دا امر د کابل او ځینو نورو ولایتونو د برښنا د شلېدو لامل شو.
د دې قضیې په تړاو اوه تنه تورن پېژندل شوي چې امنیتي ځواکونو شپږ تنه نیولي او د یو بل د نیولو لپاره د پولیسو هڅې روانې دي.