په درېیو ولایتونو کې د غلا او قتل په تړاو ۸ تنه ونیول شول
د پروان ولایت امنیې قوماندانۍ د شرطې ځواکونو له لوري د یاد ولایت د «ده مسکین» په سیمه کې له یو کور څخه د غلا د هڅې په تړاو پنځه تنه ونیول شول. له نیول شویو کسانو څخه یو میل برېټا توپنچه او دوه عرادې نقلیه وسایط(کرولا، هایلکس) هم کشف او ضبط شوي دي.
په همدې حال کې، د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په تخار کې له کورونو د غلا په تړاو دوه تنه او د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو تن د خپل ورور د وژلو په تړاو نیولی دی.
همداراز، په فراه ولایت کې یو غلا شوی موټر هم کشف او بېرته اصلي مالک ته سپارل شوی دی.