په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۸ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۴۲ ټپیان دي

jamil-moi
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۰ - ۱۰:۴۰
7

د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښتو کې ۲۵۸ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي. 
په دې نښتو کې د ترهګرو طالبانو یو زیات شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي. 
همدارنګه د دې عملیاتو پر مهال ۱۶ کړۍ بېلابېل ډوله ماینونه چې ترهګرو طالبانو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو د نښه کولو په پار ځای پر ځای کړي وو، کشف او شنډ شوي دي. 
یاد ترهګر په ننګرهار، پکتیکا، لوګر، غزني، میدان وردګو، کندهار، هرات، بلخ، جوزجان، هلمند، تخار، بدخشان، کندوز، بغلان او کاپیسا ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان دي.