پنجشیر کې د والي په منځګړتوب د څلورو کورنیو ترمنځ ۱۲ کلنه دوښمني پای ته ورسېده

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۰:۱
شسیبشسیب

د پنجشیر د والي په سپارښتنه او د یاد ولایت د شخړو د حل کمېټې په هڅو د څلور کورنیو ترمنځ ۱۲ کلنه دوښمني حل او څلور واړو کورنیو یو بل وبښل.

د پنجشیر والي الحاج حافظ محمد اغا حکیم وویل چې دده د مسؤلیت په مهال دا دیارلسمه دوښمني ده چې حل کيږي او ډاډ یې ورکړ چې اسلامي امارت د خپلې پالیسۍ له مخې د ولسونو ترمنځ د سولې، ورورولۍ او ارامۍ پلوي دی.

د پنجشیر د شخړو د حل کمېټې مشر وایي، چې یاده دوښمنې د پنجشیر د حصه اول ولسوالۍ په سفید چهر سیمه کې ۱۲ کاله وړاندې د وژنو په سر راپورته شوې وه چې د ولایت د مقام، د شخړو د حل کمېټې، د علماوو  د شورا ریاست او د قومي مخورو په منځګړتوب حل او ټولو غاړو یو بل ته بښنه وکړه.