پروان کې ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې کشف او ضبط شوې.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۸ - ۱۱:۳۷
ی

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په خواجه سیاران کلي کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې کشف او ترلاسه کړي دي.
په دې مهماتو کې د BM-1 دوه ډزه ګولۍ، ۱۳ ډزه راکټ انداز، دوه صندوقه د پیکا ګولۍ او یو صندوق د دهشکې ګولۍ شاملې دي؛ چې ترهګرو طالبانو د ترهګریزو اعمالو د ترسراوي په هدف ساتلې وې.
د دې قضیې په تړاو څوک ندي نیول شوي.
د یو بل خبر له مخې؛ د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په جغاره کلي کې یو تورن کس له ۱۰ کیلو ګرامه نشه يي توکو سره یو ځای نیول شوی دی.