پروان کې له یوې چاودنې مخنیوی شوی

ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د پروان ولایت په شینواري ولسوالۍ کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یاد ماین د شینواري ولسوالۍ د غوربند درې په شیوه کلي کې ځای پر ځای کړی و، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او د ملي اردو د انجینیرۍ ډلې لخوا شنډ شو.