هلمند کې ۱۳ ټُنه نشه يي توکي وسوځول شول
د هلمند ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د تېرو کلونو د ګڼو عملیاتو په ترڅ کې ۱۳ ټُنه نشه يي توکي کشف او ضبط کړي و، چې په لښکرګاه ښار کې له نشه يي توکو سره د مبارزې د معین په شتون کې سوځول شوي دي.
په سوځول شویو نشه يي توکو کې سلګونه لیتره الکولي څښاک، هیرویین، چرس او امفتامین شامل دي؛ چې د تېرو کلونو په لړ کې له نشه يي توکو سره د مبارزې ځواکونو کشف او ضبط کړي وو او د ساتنې، خرڅلاو او قاچاق په تړاو یې لسګونه تنه نیولي دي.