هلمند کې پنځو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۸ - ۱۰:۳۸
6

امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې درې ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د یادو عملیاتو پر مهال د ترهګرو طالبانو د درېیو پټنځایونو د له منځه وړو سربېره د ماینونو او چاودېدونکو توکو دوه ډیپوګاڼې چې ۱۵۰ کړۍ بېلابېل ماینونه پکې موجود وو، کشف او له منځه وړل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې پدې عملیاتو کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.