هلمند کې د ترهګرو طالبانو د قومندان په ګډون ۱۵ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

hakimi-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۰ - ۱۵:۲۰
01

د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په نوروز کلي کې ترهګرو طالبانو غوښتل چې د نري پله په سیمه کې د پولیسو پر پوستو ترهګریز برید وکړي، چې د پولیسو په ځوابیه غبرګون کې د ترهګرو طالبانو د یو مشهور قومندان بشیر په ګډون اوه ترهګر طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
د نښتې په پایله کې د ترهګرو طالبانو د قومندان په ګډون دوه جسدونه او یو شمېر مهمات، کشفي مخابره او چاودېدونکي توکي د پولیسو لاسته ورغلي دي.