هلمند کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځوابیه برید کې څه باندې ۵۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۶ - ۱۳:۴۲
6

د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په پینځمه حوزه او همدارنګه د نهرسراج، ناوې او نادعلي ولسوالیو په اړوند سیمو کې او د ۶۰۱ لویې لارې پر مسیر د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځوابیه برید کې ۳۷ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي. 
په دې برید کې د دوښمن ۲۲ پټنځایونه، ۲۲ میله بېلابېل ډوله وسلې، ۱۰ عرادې موټرسایکلونه او لسګونه کړۍ ماینونه چې د ترورېستي پېښو په پار ځای پر ځای شوي وو، له منځه وړل شوي دي. 
د یادونې وړ ده چې پدې پېښه کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته زیان ندی رسېدلی.