هلمند کې دوه ترهګر بریدګر ونیول شول

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۷ - ۱۱:۵
ق

د هلمند ولایت له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو له ملي امنیت ځواکونو سره یو ځای د نهرسراج ولسوالۍ په اړوند سیمو کې دوه ترهګر بریدګر نیولي دي.
یادو بریدګرو پر یو تن پولیس ډزې کړې وې، چې د ډزو له امله پولیس سطحي ټپی شوی و.
له نیول شویو بریدګرو یو میل تفنګچه او یو عراده موټرسایکل هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.