هلمند کې دوه بریدګر طالبان ونیول شول.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۶ - ۹:۲۱
ز

د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو دوه ترهګر بریدګر طالبان نیولي، چې غوښتل یې د لښکرګاه ښار د مېشتو ګڼې ګوڼې سیمې ته ماینونه او چاودېدونکي توکي ور دننه او چاودنه ورکړي.
له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په لړ کې دا دوه بریدګر له دوه کړیو ماینونو، د ماینونو له کانچو، یو میل تفنګچې او یو عراده موټرسایکل سره نیولي دي.