هلمند ولایت کې د ملي پولیسو او طالب ترهګرو تر منځ نښته کې د طالبانو یو سیمه ییز قومندان ووژل شو

farhadi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۱۲ - ۱۰:۴۹
moi


د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په سپین مسجد سیمه کې د ملي پولیسو او طالبانو تر منځ نښته کې، د طالبانو یو سیمه ییز قومندان د قاري احمد په نامه له خپلو څلورو ملګرو سره ووژل شو او شپږ نور ټپیان دي.
په دې نښته کې د دښمن دوه میله کلاشینکوف او یو شمېر نورې وسلې او تجهیزات د پولیسو لاسته ورغلي دي.
په دې نښته کې پولیسو ته کوم زیان نه دی اوښی.