هرات کې ۲۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د تېرې یوې اونۍ په لړ کې د هرات ښار او ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې څو جلا عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۲۹ تنه د جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د قتل، وسله والو غلاو، له غیرقانوني وسلو د استفادې او د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه نهه قبضې تفنګچې، درې عرادې موټر، اوه عرادې موټرسایکلونه، دوه قبضې چاقوګاڼ او یو اندازه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.
د دې کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو په پار اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.