هرات کې ۱۱ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ تنه د قتل، ژوبلې، وسله والو غلاوو او د لېږدوونکو وسایطو د غلا په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه څلور میله تفنګچې، یو عراده موټر، پینځه عرادې موټرسایکلونه، نقدې پیسې او دوه سیټه غلا شوي موبایلونه ترلاسه شوي دي.
د یادو کسانو دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوې دي.