هرات کې یو کس د لېږدوونکو وسایطو د غلا په تړاو ونیول شو.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۳ - ۹:۵۶
ق

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو یو کس د لېږدوونکو وسایطو د غلا په تړاو نیولی دی.
یاد کس د ګذرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او غوښتل یې چې د هرات ښار د شپږمې ناحیې له اړوند سیمو یو عراده ټکسي موټر غلا کړي، چې هدف ته له رسېدو مخکې د څلورمې امنیتي حوزې د پولیسو لخوا ونیول شو.
نیول شوی کس تر څېړنو لاندې دی او غلا شوې واسطه څښتن ته یې ورسپارل شوې ده.