هرات کې څلور تنه د قتل او وسله والو غلاو په تړاو ونیول شول

د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د یاد ولایت په اړوند سیمو کې د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د قتل او د موټرسایکل د غلا په تړاو نیولي دي.
د هرات ښار د شپږمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د وسله والو غلو درې کسیزه ډله چې د یوه موټرسایکل چلوونکی یې لومړی وژلی و او بیا یې موټرسایکل ترې تښتولی و، له غلا شوي موټرسایکل سره یو ځای نیول شوې ده.
همدارنګه د هرات ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې هم یو کس چې د وسله والو غلاو په ګڼو قضیو کې یې لاس درلود او یو ځل بیا یې غوښتل د یادې حوزې په اړوند سیمو کې یو عراده موټرسایکل غلا کړي، له یوې قبضې تفنګچې او یو عراده غلا شوي موټرسایکل سره یو ځای نیول شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د هرات پولیسو د هرات ښار د دولسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې هم د یوه بل کشفي اقدام په پایله کې یو عراده غلا شوی موټر ترلاسه او څښتن ته یې سپارلی دی.