هرات کې څلور تنه د ترور په تړاو ونیول شول

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۳ - ۹:۳۲
6

د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د یو لړ هدفمند عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه حرفوي ترهګر نیولي دي.
یاد کسان د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د منسوبینو لخوا د یادې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې نیول شوي دي.
دا کسان د بادغیس او هرات اوسېدونکي دي او په هرات کې یې د ګڼو ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو د شهادت په قضیو کې لاس درلود.
نیول شویو ترهګرو د لومړنیو څېړنو پر مهال د ملکي خلکو، امنیتي ځواکونو، د ماین خښونې او د امنیتي ځواکونو پر پوستو د بریدونو په ګڼو قضیو کې پر لاس لرلو اعتراف کړی او له دې کسانو څخه یو میل تفنګچه هم ترلاسه شوې ده.