هرات کې څلور تنه د انسان تښتونې په تور ونیول شول.
د هرات ولایت د یوولسمې امنیتي حوزې پولیسو څلور تنه د انسان تښتونې په تور نیولي دي.
یادو کسانو غوښتل چې د هرات ښار د یوولسمې ناحیې یو مېشتی وتښتوي، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا ونیول شول.
له دې کسانو یو میل کلاشینکوف او یو عراده فېلډر موټر هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.