هرات کې پنځه تنه د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شول.
د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ منسوبینو درې انسان تښتوونکي د هرات-اسلام قلعه پر لویه لار نيولي.
یادو انسان تښتوونکو پنځه مسافر له یو عراده موټر سره تښتولي وو، چې د ملي پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې خوشي شول.
د یادولو وړ ده چې په دې عملیاتو کې یو انسان تښتونکی هغه مهال ژور ټپي شو، چې غوښتل یې پر پولیسو ډزې وکړي.
له یادو کسانو یو شمېر وسلې او مهمات هم د پولیسو لاسته ورغلې دي.