هرات کې له یوې خونړۍ چاودنې مخنیوی شوی.

پولیسو د هرات ولایت په اسلام قلعه ولسوالۍ کې له یوې خونړۍ ماین چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د اسلام قلعه ولسوالۍ اړوند په کلاته قاضي سیمه کې د یوه ښونځي دراوزې ته څېرمه یو کړۍ بشکه يي ریموټ کنټرول ماین ځای پر ځای کړی و، چې هدف ته له رسېدو مخکې د هرات د امنیه قومندانۍ د انجینیرۍ دلې لخوا شنډ شو.
د دې ماین په کشف سره هرات کې له لویې ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی وشو.