هرات کې د الکولي څښاکو کارخونه کشف او ضبط شوه
د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د الکولي څښاکو یوه کارخونه کشف او ترلاسه کړې ده.
له یادې کارخونې څخه د الکولي څښاکو د تولید د دوه دستګاوو برسېره، دالکولي څښاکو ۱۱۰۰ لیتره مرکبات هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د دې قضیې په تړاو یو کس نیول شوی دی.