هرات کې دوه تنه د یو کس د تښتونې په تړاو ونیول شول

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۲ - ۹:۵۹
y

تېره ورځ پولیسو د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې دوه تنه د انسان تښتونې په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو پرون ماسپښين د هرات ښار یو اوسېدونکی اختطاف کړی و، چې د ګذرې ولسوالۍ د پولیسو د چټک غبرګون په ترڅ کې راخوشي او کورنۍ ته یې وسپارل شو.
د یادونې وړ ده چې له دې کسانو څخه دوه میله تفنګچې او یو عراده موټر هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.