هرات کې دوه تنه د هدفي وژنو په تړاو ونیول شول
د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه چې په هرات ښار کې يې د ترورېستي بریدونو د طرح او سازماندهي برسېره په هدفي وژنو کې هم لاس درلود، نیولي دي.
یادو کسانو تېره ورځ د هرات ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د استیناف محکمې یو کارکوونکی لومړی شهید کړ او بیا د پېښې له سیمې وتښتېدل.
پولیسو د دې پېښې په تړاو د خبر له ترلاسه کولو وروسته د قضیې د عاملینو د نیولو په موخه ګړندي عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې يې یاد کسان د هرات ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې تر پېژندنې وروسته نیولي دي.
د یادولو وړ ده چې نیول شویو کسانو په هرات ښار کې د دولتي کارکوونکو په ترور کې کلیدي نقش درلود.