هرات کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هېواد له دفاعي ځواکونو سره لس ورځې دمخه د هرات ولایت په پشتون زرغون او اوبې ولسوالیو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ ګډ عملیات په لاره اچولي وو.
د عملیاتو په پایله کې د یادو ولسوالیو ګڼ شمېر سیمې د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې شوې او ترهګرو طالبانو ته پکې درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتې.
د عملیاتو پرمهال د ترهګرو طالبانو د یوه نامي ډلمشر په ګډون ۵۸ ترهګر طالبان وژل شوي او بېلابېلې سپکې او درنې وسلې او نقلیه واسطې یې له منځه وړل شوې دي.