هرات، هلمند او لغمان کې له شپږو ماین چاودنو مخنیوی شوی

پولیسو په هرات، هلمند او لغمان ولایتونو کې د شپږو کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ په اړوند سیمو کې دوه کړۍ ماینونه، د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو کړۍ ماین او د لغمان ولایت د قرغه يي ولسوالۍ په چهارباغ سیمه کې درې مزایل ګولۍ د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړي وو، چې له چاودنې مخکې د پولیسو لخوا کشف او له منځه یوړل شول.
د دې ماینونو په کشف او شنډ سره له لویو ملکي مرګ ژوبلو مخنیوی شوی دی.