هرات، بغلان او لغمان ولایتونو کې درې تنه د وسایطو د غلا، وژنې او انسان تښتونې په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۵ - ۱۰:۳۱
س

د هرات او بغلان ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو دوه تنه د موټر د غلا په تړاو د هرات ښار د شپږمې ناحیې له اړوند سیمو او د پلخمري ښار د سمنت خانې له سیمې نیولي دي.
غلا شوي وسایط بېرته څښتن ته یې سپارل شوي دي.
په همدې حال کې د لغمان ولایت د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو یو کس چې د انسان تښتونې او لغمان مېشتو په وژنې قضیو کې یې لاس درلود، نیولی دی.