نیمروز کې له یوې ترهګریزې پېښې مخنیوی شوی
نن د نیمروز ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یاد ولایت له اړوند سیمو د ترهګرو طالبانو د اوه کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یاد ماینونه د زرنج-چخانسور پر عمومي سړک د یوه پلچک لاندې د ملکي مرګ ژوبلې په موخه ځای پر ځای کړي وو.
پولیسو ماینونه په یاده سیمه کې له منځه وړي دي.